مالومات

له زغم او صبر څخه مو ډېره مننه. له ډېرو غوښتنو له امله موږ نه شو کولای چې له تاسو سره ځانګړی مرسته وکړو. خو، موږ غواړو تاسو سره یو څه مهم مالومات شریک کړو تر څو تاسو وکولای شې چې خپله یو څه وکړئ.

دغه ایمیل دوه برخې لري:
مالومات ( سپارښتنې نه دي) تر څو تاسو وکولای شئ باخبره پرېکړې ونیسئ. دلته مالومات ښه ډېر دي او موږ هیله لرو چې تاسو ته د ګټې وړ وي
د کابل لوفټبروکه فارم ته یو لېنک، تاسو کولای شئ هغه فارم ډک کړئ تر څو موږ وکړای شو تاسو ته د نورو ګامونو په اړه ځانګړي مالومات درکړو
مالومات

د آلمان د دولت یا زموږ په مرسته د تخلیې پروسه اوږد وخت نیسي او یواځې په هغه حالت کې ممکن دی چې څوک د آلمان ویزه او یا آلمان ته د ننوتلو تصدیقAufnahmezusage  ولري. یواځې هغه وخت چې تاسو د سفر لپاره اړین اسناد (لاندې ذکر شوي) ولرئ تاسو کولای شئ یو ګاونډی هېواد، په خپل مسئولیت او په خپله خوښه د وتلو په امکاناتو غور وکړئ. دا لاندې یو څو مهمې ټکي دي چې موږ د خپلې تجربې له مخې، چې مخکې مو د تورخم له لارې خلکو سره مرسته کړی، را ټول کړي.

 پاسپورټ: تاسو باید یو پاسپورت چې لږ تر لوه ۶ میاشتې یې ختم وخت پورې پاتې وي ولرئ. که پاسپورټ نه لرئ نو کولای شي د نوي پاسپورټ لپاره عریضه ورکړئ او یا هم خپل زوړ پاسپورټ تمدید کړئ. د ډسیمبر د میاشتې له اول تاریخ څخه توضیع اوثبت نام شروع شوې او دغه پاسپورټونه لکه پخوا د اعتبار وړ دي.

 ویزا: تاسو کولای شي د دغه لینک https://visa.nadra.gov.pk/visa-categories/ له بارې د پاکستان ویزه او یا برېښنایي ویزه تر لاسه کړئ. یا هم کولای شئ د سیاحتي شرکتو له لارې یې ترلاسه کړئ. نور مالومات دلته: https://drive.google.com/file/d/1y8DQ1AWSc33To5CQr1CbcngfPOKVtaOA/view

 د پولې څخه اوړېدل او هم پرواز: د تورخم په پوله کې تل ګڼه ګوڼه وي او امکان لري چې ډېر وخت مو هلته تېر شي. تاسو کولای شئ د کام ایر، پي آی اې او نورو الوتنې وګوری او انلاین او یا هم له سیاحتي شرکت له لارې ټکټونه واخلئ.

– که په غیر قانونې شکل له پولې واوړئ نو کیدای شي بېرته مو ولېږي او یا نور مشکلات درته پیدا شي.

– د آلمان د دولت تصدیق او یا هم د یو بل درېم ګړي هېواد تصدیق: آلمان ته د سفر کولو په موخه تاسو د آلمان دولت تصدیق او یا هم ویزې ته اړتیا لرئ. (نور دلته: https://www.germany.info/us-en/visa-navigator/2315250)  که چېرې مو د تصدیق غوښتنه نه وي کړی نو د لاندې څخه کوم یو تاسو پورې اړوند دی:

– د آلمان تبعه او یا د آلمان اقامې لرونکي: کولای شئ ځان ته ټکټ واخلئ او سفر وکړئ.

 پخواني محلي کارمندان: هیله کوو اول خپل کارورکوونکي سره په اړیکه کې شئ. موږ ته یواځې لاندې مؤسسو سرو د اړیکې لارې مالومې دي.

GIZ/BMZ: okv-afghanistan@giz.de; okv@bmz.bund.de
NATO: mbx.afglch@hq.nato.int
IOM: vaokabul@iom.int

 پر تېره بیا د خطر سره مخامخ خلک: که تاسو تر اوسه آلماني چارواکو سره اړیکه نه وي نیولای نو دا لینک کېکاږئ او فورمه ډکه کړئ. https://www.bamf.de/SiteGlobals/Modules/Kontakt-OK/DE/Kontakt/01_Fragebogen/fragebogen_node.html.

پام کې مو وي چې دغه پروسه کېدای شي میاشتې وخت ونیسي. موږ د آلمان د کډوالو د فدرالي ادارې څخه مالومات نه تر لاسه کوو. که تاسو د هغوي په اصولو د مرستې وړ یاست نو هغوی درسره اړیکه نیسي. که چېرې تصدیق درڅخه ورک وي لو او غواړی چې د خپلې دوسیې د وضعیت په اړه مالومات تر لاس کړئ نو یو وکیل ونیسئ او یا هم لاندې ایمیل ته ایمیل ولېږئ او پوښتنه وکړئ. buergerservice@diplo.de

 د کورنۍ سره پیوستون: که وغواړی پوه شئ چې تاسو ددې پروسې وړ یاست نو آی او ایم سره اړیکه ونیسئ. https://germany.iom.int/de/internationalde.  که چېرې د کورنۍ سره د پیوستون غوښتنه مو مخکې لېږلئ او په سفارت کې د نوبت منتظر یاست نو پوه شئ چې دا پروسه وخت نیسي، تاسو کولای شئ یو وکیل ونیسئ. https://www.anwalt.de/suche.php?q=familienzusammenf%C3%BChrung

 نور افغان تبعه: دلته مالومات تر لاسه کړئ: https://www.kabulluftbruecke.de/links-en/

 د BMI دوسیې شمېره: که تاسو د آلمان له دولت څخه تصدیق تر لاسه کړې وي نو نو دغه شمېره اړېنه ده چې تر لاسه کړئ تر څو کار نو په چټکې پر مخ ولاړ شي. دا ډېره مهمه ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت سره د لاندې ایمیل له لارې اړیکه نیولی شئ او کولای شئ ددغې شمېرې غوښتنه ترې وکړئ.poststelle@auswaertiges-amt.de.  په ایمیل کې مو دا ریفرینس(Referat 401) ولیکئ. یو اتومات ځوابي ایمیل تر لاسه کوئ، دغه ځواب ته رېپلای وکړئ تر څو د دوسیې شمېره مو در ولېږي.

فورمه

موږ تاسو ته بلنه درکوو تر څو خپل ټول مالومات دې فورمې کې ولیکئ تر څو موږ ستاسو په امکاناتو فکر وکړو.
→ https://register.kabulluftbruecke.org/ps