د آلمان فدرالي داخلې پروګرام په اړه تازه معلومات

د ۲۹ مارچ ۲۰۲۳ راهیسې افغانانو لپاره د داخلې پروګرام د ناوړه ګټې اخیستنې او د شکمنو قضیو له امله په موقتي توګه ځنډول شوې خو لا تراوسه دا پروګرام لغوه شوی نه ده

معنی دا چې راتلونکی خبرتیا پورې د آلمان ټول سفارتونه هغو اشخاصو ته چې د فایل شمیرې هم صادره شوي وی ویزې نه ورکول کیږی. له همدې امله، د جی آی زید او کابل لفتبروکی لخوا ټول لوژستیکي ملاتړ د هغو افغانانو لپاره چې د آلمان ته یی کیسونه منل شوی وي، په موقتي توګه ځنډول کیږي، په شمول د نوي ویزې وخت اخستل، ټرانسپورټی خدمات او آلمان ته چمتو شوي الوتنې. دا ځندیدل المان ته د ستاسو په کیسونو اغیزه نه کوي. او په یاد ولری چی دا مهال ستاسی سفر المان ته ناشونی ده

په آلمان کې د اړوند چارواکو په وینا، د داخلې پروګرام به ژر د امنیتي کړنلاره جوړولو او تطبیق کیدوه ورسته بیا پیل شي. دا جوته نه ده چې دا تعلیق به څومره دوام وکړي، او پروسه به کله بیا پیل شي، خو احتمال داده چی دا به څو اونۍ وخت ونیسي

مهرباني وکړئ د تازه معلوماتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت / کورنیو چارو وزارت او اړوندو سفارتونو ویب پاڼې هم وګورئ

*دا کړنلاره یواځی د آلمان داخلې پروګرام له مخې د خطر سره مخامخ افغان اتباعو ته د ویزې په پروسه کې تطبیق کیږي او په نورو قضیو لکه د کورنۍ د بیا یوځای کیدل اغیزه نه کوي

 ولې د ویزې ورکولو بهیر ځنډول شوی دی؟

د داخلی پروګرام د ځنډولو لامل ناوړه ګټه اخیستنه خودل شوی ده. د آلمان حکومت له همدې امله پریکړه کړې چې د ویزې په بهیر کې یوه نوې امنیتي کړنلاره جوړه کړي. دا روښانه نده چې دا واقعیا څه معنی لري خو د داخلی پروګرام لغوه شوې نه ده

افغانستان

که تاسو د آلمان داخلیدو پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په افغانستان کې یاست، عادي کړنلاره به دریم هیواد ته سفر او د آلمان په سفارت کې مرکه کې ګډون وی. خو اوس مهال، دا ممکنه نه ده

نه، اوس مهال دا تعلیق په ټوله نړۍ کې په ټولو سفارتونو باندې تطبیق کیږي او تاسو نشئ کولی د آلمان لپاره خپل ویزه پروسس کړئ

پاکستان ته د سفر ترتیبات

تر بل خبرتیا پورې د جی آی زید او د کابل لفتبروکی ټول ټرانسپورټی خدمات د داخلی پروګرام له ځنډیدو له امله ځنډول شوي دي. اوسمهال ممکنه نه ده چې د آلمان په سفارت کې د داخلې پروګرام لپاره ویزې ترلاسه شی او هغه کسانو ته اسلام آباد کی استوګنې ځای هم نه ورکول کیږي

که تاسو پریکړه وکړئ چې پاکستان ته سفر او هلته د پروګرام د بیا پیلیدو انتظار وباسی، باید خپل سفرشخصی تنظیم او تمویل کړئ

* کله چې جی آی زید  بیا په اسلام آباد کې د کورنیو سره مرسته پیل کړه مونږ به دا معلومات تازه کړو

ایران ته د سفر ترتیبات 

تربل خبرتیا پورې د جی آی زید او کابل لفتبروکی لخوا ټول ټرانسپورپی خدمات د داخلی پروګرام له ځنډول کیدو له امله ځنډول شوي دي. اوسمهال ممکنه نه ده چې د آلمان په سفارت کې د داخلې پروګرام لپاره د ویزې ترلاسه شی او نوی کسانو ته ایران کی د استوګنې ځای نه ورکول کیږي. په دې توګه، موږ ایران ته د سفر کولو وړاندیز نه کوو او د پروګرام بیا پیل ته انتظار وکړی

کله چې د پروسې د بیا پیل په اړه توضیحات په رسمي ډول اعلان شول، موږ به تاسو ته معلومات تازه کړو

په ورته وخت کې، مهرباني وکړئ د معلوماتو لپاره دولتي ویب پاڼې وګورئ

 

 

ایران


که تاسو د آلمان داخلی پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په ایران کې یاست، عادي کړنلاره به د آلمان په سفارت کې په مرکه کی کډون وی. خو اوس مهال مرکه کول ممکنه نه ده

که ستاسو د ویزې لپاره ملاقات وخت نه وي لغوه شوي، مهرباني وکړئ په تهران کې د آلمان سفارت څخه د ویزې اخستلو په اړه معلومات ترلاسه کړی

تر تازه خبرتیا پورې ممکنه نه ده چې د داخلې برنامې لپاره د آلمان په سفارت کې ویزې ورکوړل شي او دا روښانه نه ده چې ایا په ایران کې به دا پروسه بیا پیل شي او کنه. په دې توګه، مونږ ایران ته د سفر کولو وړاندیز نه کوو

او د پروګرام بیا پیل کیدو ته انتظار وباسی. که په ایران کی ستاسو د ویزې د وخت غوښتنې ته ځواب نه وي ورکړل شوی، مهرباني وکړئ په تهران کې د آلمان له سفارت څخه معلومات ترلاسه کړی

کله چې د پروسې د بیا پیل په اړه توضیحات په رسمي ډول اعلان شول مونږ به تاسو ته معلومات درکړو. مهرباني وکړئ د نورو تازه معلوماتو لپاره دولتي ویب پاڼې هم وګورئ

تربل خبرتیا پورې د جی آی زید او کابل لفتبروکی لخوا ټول ټرانسپورټی خدمات د داخلی پروګرام له ځنډول کیدو له امله ځنډول شوي. اوسمهال ممکنه نه ده چې د آلمان په سفارت کې د داخلې پروګرام لپاره ویزې ورکړل شي او دا روښانه نه ده چې ایران کې به دا پروسه بیا پیل شي او که نه. په دې توګه، مونږ ایران ته د سفر کولو وړاندیز نه کوو او د پروګرام بیا پیل ته انتظار وباسی

کله چې د پروسې د بیا پیل په اړه توضیحات په رسمي ډول اعلان شي مونږ به تاسو ته تازه معلومات درکړو. مهرباني وکړئ د نورو تازه معلوماتو لپاره دولتي ویب پاڼې هم وګورئپ

تاسوته اړینه ده چی ایران کی په قانونی ټوکه پاتې او په پای کی په قانونی توګه له ایران څخه سفر وکړی.  مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د ایران ویزه تر وتلو پوری معتبره پاتی شی. زمونږ د معلوماتو له مخې د ایران ویزې په ټیټه بیه درې ځله تمدید کیدای شي

 که تاسو خپله ویزه تمدید نکړی، د وتلو په وخت کی باید د جریمی فیس تحویل ته اړتیا ولرئ و دا فیس د استوګنې هره ورځ په مقابل کی محاسبه کیږي او کیدی خورا ګران تمام شی

که ستاسو د ویزې ملاقات لغوه شوی وي او تاسو د جی آی زید لخوا تمویل شوي استوګنځي کې یاست، تاسو به د راتلونکي پروسې په اړه خبر شئ. تاسو کولی شئ د جی آی زید استوګنځي کې د پروسه بیا پیل کیدو پوری پاتی شي

که تاسو اوس مهال په ایران کې یاست او د جی آی زید استوګنځي څخه بهر اوسیږي، او په ایران کې د ویزې تایید او یا لغوه شوي ملاقات لرئ، مهرباني وکړئ  جی آی زید سره اړیکه ونیسئ او دوی ته خبر ورکړئ چې تاسو پرته له استوګنځي په ایران کې یاست.  په یاد مو وی چی خپل پاسپورټ، د ایران ویزې سټکرونه، ایران ته د ننوتلو ټاپی او ستاسو د ویزې ملاقات وخت کاپی یا سکرین شاټونه واستوی

تر بل خبرتیا پورې د آلمان د ویزو صادرول ځنډول شوي دي. کله چې برنامه بیا پیل شي، تاسو ته به معلومات درکړل شی

که تاسو د آلمان ویزه لرئ او له ایران څخه آلمان ته د الوتنې ټکټ صادره شوی وي، مهرباني وکړئ خپله الوتکه ونیسئ

که تاسو د آلمان ویزه لرئ او تر اوسه د ایران څخه آلمان ته د الوتنې ټکټ نه وی صادره شوی، تر بل خبرتیا پورې، د جی آی زید لخوا تنظیم شوي الوتنې ځنډول شوې. کله چې برنامه بیا پیل شي، تاسو ته به معلومات درکړل شی

پاکستان

که تاسود آلمان داخلیدو پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په پاکستان کې یاست، عادي کړنلاره به د آلمان په سفارت کې په مرکه کی کډون کول وی. خو اوس مهال په سفارت کی مرکه کول ممکنه نه ده

تر بل خبرتیا پورې د جی آی زید او کابل لفتبروکی لخوا ټول ټرانسپورټی خدمات د داخلی پروګرام له ځنډول کیدو له امله ځنډول شوي. اوسمهال ممکنه نه ده چې د آلمان په سفارت کې د داخلې پروګرام لپاره ویزې صادره شی او هغه کسانو ته اسلام آباد کی د استوګنې ځای هم نه ورکول کیږي

که تاسو پریکړه وکړئ چې پاکستان ته سفر او هلته د پروګرام د بیا پیلیدو انتظار وباسی، باید خپل سفرشخصی تنظیم او تمویل کړئ

* کله چې جی آی زید بیا په اسلام آباد کې د کورنیو سره مرسته پیل کړه مونږ به دا معلومات تازه کړو

د داخلې برنامې لپاره د آلمان په سفارت کې د ویزې د ملاقات وخت اخستل د اوس لپاره ممکنه نه ده. که تاسو اوس مهال د جی آی زید لخوا استوګنځي کی ځای پر ځای شوي یاست، تاسو کولی شئ د جی آی زید په استوګنځي کې تر هغه پاتې شئ چې پروسه بیا پیل شي

تر بل خبرتیا پورې د آلمان ویزو صادرول ځنډول شوي. کله چې برنامه بیا پیل شي، تاسوته به معلومات درکړل شی

تر بل خبرتیا پورې، د جی آی زید لخوا آلمان ته تنظیم شوي الوتنې ځنډول شوې. د آلمان حکومت اوس مهال له پاکستان څخه آلمان ته د الوتنو لپاره هیڅ ډول مرسته نه کوي کله چې برنامه بیا پیل شي، تاسوته به معلومات درکړل شی