د جرمنی پروګرام اصلی مطلب څه ده؟
اصل مطلب؟

جرمني ته د افغانانو د لېږد نوی پیلېدونکی بهير څه ډول ده؟

د جرمنی حکومت په خطر کې افغانانو لپاره د داخلې یو نوی پروګرام اعلان کړی – دا پروګرام څه ده او څنګه به پرمخ ځی؟

اړین يادښت: د داخلې پروګرام لپاره غوښتنلیک یا راجسټر شوي نادولتي مؤسسې (انجیو) ته هیڅ تادیې (پیسو) ته اړتیا نلري. د هیواد دننه یا بهر چمتو کونکي چې ستاسوڅخه پیسې اخلي رسمي ندي او دوی نشي کولی تاسی د برنامې لپاره راجستر کړي.

د جرمني کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د بشردوستانه انتقال پروګرام، چې په هره میاشت کې به ۱۰۰۰ کسان (د کورنۍ غړو سره) جرمني ته انتقالوی.
لاندې وړاندیزونه په یاد ولرئ:

دغه پروګرام بیړني نه ده. له دی امله دا پروګرام به د څو اړخیزه ارزونو، پړاوونو پراساس پرمخ ځي. له همدې امله ، امکان لري چی څو میاشتې او کالونه وخت ونیسي.
تاسی نشي کولی چی په مستقیم ډول پخپله د جرمني دولت سره ځان راجستر کړی.
یوازې ټاکل شوې نادولتي موسسې(انجیوګانی) کولی شي دا کار وکړي، چې یو یې د کابل لوفتبروکی ده.
د پروګرام په اړه د اړونده لارښوونو او معلوماتو د ترلاسه کولو او مونږ سره د راجستر کیدو لپاره دا لینک وکاروئ:

https://register.kabulluftbruecke.de/

  • په یاده مو وی چی بریښنالیکونه او ورسره ضمایم (اتچمنت) لیږل په دی پړوا کی ګټور ندي او ممکن زموږ د سرورونو د خرابیدو او ستاسو د معلوماتو غیر خوندي کیدو لامل شي.
  • دا پروګرام د جرمني حکومت لخوا جوړه شوی، تاسی کولی شی د پروګرام په اړه د لاندی انترنټی ادرس په واسطه معلومات ترلاسه کړی. https://www.bundesaufnahmeprogrammafghanistan.de/bundesaufnahme-en
  • پروګرام ته د ننوتلو او دخلګو انتخاب یوازی د جرمنی حکومت پورې اړه لري او واک یی هم د جرمني حکومت سره دی.
  • مونږ نشو کولی پروسی کی لاسوهنه وکړو، چټک یی کړو، تضمین خط ولیږو، او یا تعقیب یی کړو.

 

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

دجرمنی نوي داخلې پروګرام لپاره موږ لاندې پوښتنې او ځوابونه یوځای کړي دي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا ځوابونه په دوامداره توګه تازه کیږي.

دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په ځانګړي ډول زیانمن او د یو دیموکراتیک افغانستان لپاره ژمن پاتی شوی وی، او له همدی امله ژوند یی په خطر کې وی. ((https://www.bundesaufnahmeprogrammafghanistan.de/bundesaufnahme-en په یاد ولرئ چې دا په بیړني ډول د وتلو پروګرام نه دی، او د داخلیدو پریکړه یی یواځی د جرمني حکومت سره خوندی دی.

تاسو نشئ کولی د داخلې برنامې لپاره ځان راجسټر (نوملیکنه)کړئ ، یوازې جرمن میشته سازمانونه کولی شی تاسی دی پروګرام ته ثبت کړی. د پروګرام په اړه د اړونده لارښوونو او معلوماتو ترلاسه کولو او زمونږ سره د راجستر کیدو څرنګوالي لپاره معلومات په دی لینک کی ولولی: (جرمني د داخلې برنامې کابل لفتبروکی لینک)

نه. د داخلې پروګرام لپاره غوښتل شوي معلومات د مخکینۍ معلوماتو سره توپیر لري، نو له بده مرغه راجستریشن باید تکرار شي.( (: (جرمني د داخلې برنامې کابل لفتبروکی لینک) لینک له لارې راجسټریشن ته دوام ورکړئ. وروسته د لیږل شوي بریښنالیک لارښوونې تعقیب کړئ ، یا ویبلنک ته له ننوتلو وروسته د “لارښوونې” لینک کی معلومات ترلاسه کړی.

د (Koordinierungsstelle) سره راجستر کول په اتوماتيک ډول د داخلې برنامې لپاره راجسټریشن نه ده. مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره دا لینک وکاروئ: (https://www.koordinierungsstelle.org)

نه! د داخلې پروګرام د انتخاب او طرزالعمل یوازې هغه خلکو لپاره ده چې د نوم لیکنې په وخت کې افغانستان کې میشت وی. (https://www.bundesaufnahmeprogrammafghanistan.de/bundesaufnahme-en/bundesaufnahmeprogramm-faq/-/2557876)

داسی شخصی اداری د نوی پروګرام کې هیڅ رول نلري. یوازې په جرمني کې میشته محدود شمیر سازمانونه دې پروګرام ته د نوملیکنی اجازه لری.

د داخلې نوی پروګرام هیڅ ډول تادیاتو ته اړتیا نلري.