دوه کاله وړاندې غربي ځواکونه له شل کلنې پوځي مداخلې وروسته له افغانستانه ووتل. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د واک تر لاسه کولو وروسته، خپل اسلامي بنسټپال او غیر انساني حکومت بیا پیل کړ، کوم چې د ناټو ځواکونو په ۲۰۰۱ کې له منځه وړی و

د طالبانو له بریا وروسته الماني اتباع او نور بهرنیان خوندي ځای ته واستول شول، په داسې حال کې چې د الماني موسسو افغان کارکوونکي شاته پریښودل شول. دوی او د ډیموکراسۍ، مساواتو او بشري حقونو لپاره کمپاین کونکی له تعذیب، زندان او بدوحالاتو سره مخ دي او ژوندون یی په خطر کې دی

د طالبانو واک رسیدو لږ مخکی، جرمني د سیمه ییزو کارکوونکو ایستل وځنډول او افغانستان ته یې د اخراج لپاره فشار راوړ. د ۲۰۲۱ مني کې، نوي ټاکل شوي فدرالي حکومت ژمنه وکړه چې په خطرسره مخامخ افغانانو او د داخله پروګرام ته لومړیتوب ورکوي او پخوانۍ تېروتنې به نه تکراروي. د طالبانو له واک څخه دوه کاله وروسته حقیقت یو څه بل ډول ښکاري

د ایتلافی تړون په اساس د فدرالي داخلې پروګرام اعلان شو، چې هره میاشت به د خطر سره مخامخ ۱۰۰۰ افغانانو آلمان ته د خوندي تګ اجازه ورکړی. تر نن ورځې یو کس هم د دغه پروګرام له لارې آلمان ته نه دی رسیدلی

تر نن ورځې د سیمه ییزو کارکوونکو د ګومارلو کړنلاره نه ده اصلاح شوې، برعکس د ایتلاف په هوکړه لیک کې شوې ژمنې هم نه دي بدلې شوې

تر نن ورځې پورې، له ۱۴۰۰۰ څخه ډیرافغانان د آلمان په سفارت کې د وخت اخستلو لپاره انتظارباسی. چی په آلمان کې د خپلو میندو، پلرونو یا د کم عمره ماشومانو سره یوځای کیدو حق ترلاسه کړی. داسی ښکاری چی دا به کلونه وخت ونیسی

تر نن ورځې پورې، د خطر سره مخ مجرد میرمنې د آلمان د منلو لیک سره لاهم د آلمان سفارت ته د رسیدو مخه نیول کیږی ځکه چې طالبانو دوی د نارینه ملګري پرته سفر کول منع کړي او فدرالي حکومت نشي کولی د حل لاره ومومي

جرمني یو ځل بیا په افغانستان کې خپل ماموریت د بشري او ښځو د حقونو په ساتنه کې توجیه کړ. دا چې طالبان خپله غیر انساني ایډیالوژي عملي کړي، د حیرانتیا خبره نه ده. دا چې د آلمان حکومت له دې وحشت څخه د خلکو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه نه ده پوره کړې، د شرم خبره ده

کابل لوفتبروکه په تېرو دوو کلونو کې له ۳۶۰۰ ډېرو کسانو سره له افغانستانه وتلو کې مرسته کړې ده. د دې لپاره چې پرمخ ولاړ شو او د افغانستان په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړو، موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو